تېره ورځ ۶۱۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او ۱۲۰۱ نورو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، په تېره یوه ورځ کې د تورخم، سپین بولدک، اسلامکلا او ورېښمو پل له لارو ۶۱۶ کډوالې کورنۍ، چې ۳۲۹۳ غړي لري، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، ۸۵۶ کورنۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې، ۶۵۰ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې او راستنېدونکو ته روغتیايي، مخابراتي او عامه پوهاوي خدمات هم وړاندې شوي دي.
کمېسیون زیاته کړې، د دایمي مېشتېدنې پروګرام په چوکاټ کې په ننګرهار، فراه، دایکندي او نیمروز ولایتونو کې ۱۲۰۱ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، تر اوسه د وېشل شویو ځمکو ټولیز شمېر ۶۱ زره او ۵۵۵ نمرو ته رسېدلی او دا لړۍ دوام لري.



