ایران: د اوربند په اړه مو د منځګړو وړاندیزونه ترلاسه کړي ارزونه یې روانه ده

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقايي” ویلي، چې یو شمېر منځګړو هېوادونو له تهران سره د امریکا د اوربند په اړه وړاندیزونه شریک کړي دي.
بقايي په یوه خبري غونډه کې د هغو راپورونو په اړه، چې ګواکې د قطر له لوري د ایران او امریکا ترمنځ د لس ورځني اوربند طرحه وړاندې شوې، وویل چې تهران د منځګړو له خوا وړاندیزونه ترلاسه کړي، خو د جزیاتو د ارزونې لپاره لا وخت ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړې، چې د ایران ډېپلوماتیکه دستګاه لا هم فعاله ده او له بېلابېلو منځګړو لورو سره یې اړېکې روانې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې پوښتنې په ځواب کې، چې که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا د خبرو غوښتنه وکړي، د تهران دریځ به څه وي، وویل چې ایران دا نظر نه مني چې ګواکې انتخاب یوازې د جګړې او ډېپلوماسۍ ترمنځ دی.
بقايي ټینګار وکړ چې دفاع او ډېپلوماسي د یو بل مخالفې طرحې نه دي، او ایران کولای شي دواړه چارې د خپلو ملي موخو لپاره پر مخ یوسي.
هغه وویل، د ایران ټول اقدامات، که د بهرنیو چارو په برخه کې وي او که د دفاعي چارو په برخه کې، د یوې ګډې موخې لپاره ترسره کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button