اساعیل قاآني: سعودي دې د یمن پر ځای د فلسطین له ولس او غزې ملاتړ وکړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکي سپاه پاسداران ځواکونو د قدس ځواک قوماندان “بریدجنرال اسماعیل قاآني” ویلي، چې د نړۍ مسلمانان له سعودي عربستان څخه تمه لري چې خپلې وړتیاوې او امکانات د فلسطیني ولس د ملاتړ لپاره وکاروي.
قاآني زیاته کړې، د اسلامي نړۍ هیله دا ده چې سعودي عربستان د صهیونیستي رژیم د جنایتونو پر وړاندې ودرېږي، نه دا چې د یمن پر مظلوم مسلمان ولس جګړې او فشار ته دوام ورکړي.
هغه ټینګار کړی، چې د غزې د مظلومو خلکو د ژغورلو لپاره هڅې کول د ویاړ ځای دی، خو د یمن د مظلوم ولس د محاصرې او فشار دوام د منلو وړ نه دی.


