عراقچي: د هرمز تنګي د مدیریت په اړه د ایران او عمان خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۴ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” ویلي، چې د هرمز تنګي د مدیریت په اړه د ایران او عمان ترمنځ مذاکرات وروستي پړاو ته رسېدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې د نهایي کېدو په حال کې دي.
عراقچي د ایران کابینې ته په خپل راپور کې ویلي، تهران او مسقط د یادې موضوع په اړه مهم پرمختګونه کړي او تمه ده چې خبرې ژر وروستۍ شي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا اعلان کړی، د ایران پر ضد یې د تازه بریدونو پرېکړه لغوه کړې ده.
بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ټینګار کړی چې د ایران او عمان ترمنځ احتمالي هوکړه د هرمز تنګي د پرانېستل کېدو یا تړل کېدو معنا نه لري، بلکې یوازې د تنګي د مدیریت او همغږۍ اړوند ده.



