سپاه پاسداران: ایران نه بلکې امریکا د خبرو غوښتنه کړې موږ جګړې او خبرو دواړو ته چمتو یو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” ویلي،چې دا ایران نه، بلکې متحده ایالات دي چې د خبرو غوښتنه یې کړې ده.
د سپاه پاسداران په وینا، ایران د خپلو ملي ګټو او امنیت د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري او که اړتیا وي، هم د جګړې او هم د مذاکراتو کولو ته چمتو دی.
سپاه پاسداران ټینګار کړی،چې د ایران اسلامي جمهوریت به د هر ډول ګواښ پر وړاندې مناسب او پرېکنده غبرګون وښيي او په عین حال کې به د هېواد د ګټو په چوکاټ کې هره سیاسي پرېکړه ترسره کړي.



