خوست کې د ۸۱ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې پروژه پیل شوه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۵ل)

د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځني‌خېلو سیمې ته د برېښنا رسونې پروژې عملي چارې پیل شوې. د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي، د دې پروژې په چوکاټ کې سیمې ته د برېښنا د پایو د لېږد او نصب بهیر په رسمي ډول پیل شوی دی.

د نوموړي په وینا، پر دې پروژه له ۸۱ میلیونه افغانیو څخه ډېر لګښت راځي او له بشپړېدو وروسته به ۲۰۲۴ کورنۍ د برېښنا له اسانتیا برخمنې شي، چې د سیمې د بنسټیزو خدمتونو په پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي.

د ځني‌خېلو اوسېدونکو د پروژې د پیل هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د برېښنا په رسېدو سره به د دوی ګڼې ورځنۍ ستونزې هوارې او د ژوند او اقتصادي فعالیتونو لپاره به مناسب شرایط برابر شي.

مربوطه مطالب

Back to top button