مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۴۴۴ کورنۍ راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، د یکشنبې په ورځ (د ۱۴۰۵ د زمري ۱۱مه) هېواد ته د بېلابېلو سرحدي لارو له لارې ۴۴۴ جبري راستنې شوې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۲۲۵۹ تنو ته رسېږي، ثبت او راستانه شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، په همدې ورځ ۲۴۴ کورنۍ چې ۱۳۵۵ غړي یې لرل، خپلو اړوندو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ لګښتونه هم ورکړل شوي دي.
د راپور له مخې، له ۳۵۳ کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې، ۳۸۲ سیمکارتونه له فعالو بستو سره وېشل شوي او راستنېدونکو ته روغتیايي، خوراکي، مخابراتي او عامه پوهاوي خدمات هم وړاندې شوي دي.
ډېری راستنېدونکي د ننګرهار د تورخم، کندهار د سپین بولدک، نیمروز د ورېښمو پل او هرات د اسلام کلا له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.



