ولسمشر پزیشکیان: باید د تفاهم‌لیک د عملي کېدو لپاره پر دښمن فشار زیات شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر “مسعود پزیشکیان ویلي،چې باید داسې هڅې وشي چې دښمن اړ شي په هغه څه عمل وکړي چې د تفاهم‌لیک په چوکاټ کې یې پرې هوکړه کړې ده.

هغه زیاته کړې، چې یاد تفاهم‌لیک د ملي امنیت د عالي شورا د غړو د ګډ عقل، سلا او همغږۍ پایله ده او د شورا ټول غړي پرې بشپړ اتفاق لري.

د ایران ولسمشر ټینګار کړی، چې د تفاهم‌لیک عملي کېدل د هېواد د ملي ګټو د خوندي کولو لپاره مهم دي او ټول اړخونه یې باید د پلي کېدو لپاره ګډ کار وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button