د کرنې وزارت مرستیال په مشرۍ افغان پلاوی د کرنیزو همکاریو د پراختیا لپاره مالدووا ته ولاړ 

 کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۵ل)

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د مالدووا جمهوریت د کرنې او خوړو صنعت وزارت په رسمي بلنه یاد هېواد ته سفر کړی دی.

د یاد وزارت په وینا، د سفر موخه د کرنیزو څېړنو، د بوټو ساتنې، د آفتونو مدغم مدیریت، عصري کرنیزو ټکنالوژیو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او تخنیکي همکاریو پراختیا ده.

وزارت زیاتوي، دا سفر به د افغانستان او مالدووا ترمنځ د کرنې په برخه کې د تجربو د تبادلې او ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهم فرصت برابر کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button