د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو انسټیټیوټونو لپاره د نوم‌لیکنې بهیر پیل شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۵ل)

د ازموینو عمومي ادارې د ۱۴۰۵ کال لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د نیمه لوړو زده کړو امارتي انسټیټیوټونو د جذب ظرفیت اعلان او د نوم‌لیکنې بهیر پیل کړی دی.
د یادې ادارې ویاند ناصرخان شېرزي ویلي، په اعلان شوي ظرفیت کې د کمپیوټر ساینس، بانکوالۍ، انجینرۍ، ژورنالېزم، کرنې، مسلکي سوداګرۍ او یو شمېر نورو اړینو څانګو لپاره د زده‌کړو فرصتونه شامل دي.
د نوموړي په وینا، هغه داوطلبان چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه کې یې لږ تر لږه ۱۳۰ نومرې ترلاسه کړې وي، کولای شي د روان کال د اسد میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې خپله نوم‌لیکنه بشپړه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button