له پاکستانه د راقاچاق کېدونکو درملو او وسلو د لېږد هڅې ناکامې شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ۲۱۵ عزم قول اردو وایي، د اووم نمبر سرحدي محمدي لواء ځواکونو د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په «لېډرېک» سیمه کې د شاوخوا ۱۰۰ کارټنه انساني درملو د قاچاق مخه نیولې ده.
د قول اردو په وینا، درمل په دوو باروړونکو موټرو کې په غیرقانوني ډول هېواد ته راوړل کېدل، چې له دوو شکمنو کسانو سره یوځای نیول شوي او د لواء د رهبرۍ په لارښوونه له منځه وړل شوي دي.
بلخوا، امنیتي چارواکي وایي، په کندهار او پکتیا کې له پاکستانه راقاچاق کېدونکې وسلې او مهمات هم نيول شوي دي.
د ۲۰۵ البدر قول اردو د سپین بولدک په سکاڼ سیمه کې د کلاشنکوف ۱۳ شاجورونه او سلګونه د ثقیل او کلاشنکوف مرمۍ له دوو کسانو سره نیولي، او د پکتیا امنیه قومندانۍ هم د ډنډ پټان له لارې غزني ته لېږدول کېدونکې ۳۰ تومانچې او ۱۳ کلاشنکوفونه له دوو شکمنو کسانو سره ضبط کړي دي.



