ترکیې د کرنې برخه کې تاریخي ریکارډ جوړ کړ؛ کرنیز عواید یې له ۸۳ میلیارد ډالرو واوښتل

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې کرنیز سکتور په ۲۰۲۵م کال کې د پام وړ وده کړې او د دغه هېواد کرنیز عواید ۸۳.۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.

د راپورونو له مخې، دا شمېره د ترکیې په تاریخ کې د کرنیزو عوایدو تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي. د دې ودې له امله ترکیه په اروپا کې تر ټولو لوی کرنیز اقتصاد او په نړۍ کې د اوو سترو کرنیزو اقتصادونو په ډله کې شامله شوې ده.

د ترکیې چارواکي وايي، د کرنې په برخه کې پانګونه، عصري ټکنالوژي، د تولید زیاتوالی او د صادراتو پراختیا د دې پرمختګ مهم عوامل دي.

ترکیه اوس د غلو، مېوو، سبزیجاتو او نورو کرنیزو محصولاتو له پلوه د نړۍ له مهمو تولیدوونکو هېوادونو څخه ګڼل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button