واشنګټن کې د ایران پر ضد د جګړې مخالف لاریونونه؛ سلګونه فعالان نیول شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۵ل)
د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د ایران پر ضد د پوځي اقداماتو د مخالفت په لاریون کې یو شمېر مسیحي مذهبي مشران او د بشري حقونو سلګونه فعالان نیول شوي دي.
راپورونه وايي، لاریون کوونکو د امریکا د کانګرس مخې ته د جګړې پر وړاندې خپل مخالفت څرګند کړ او له دیپلوماتیکو لارو یې د ستونزې د حل غوښتنه یې وکړه.
اعتراض کوونکو همداراز د رایې ورکوونکو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې جګړه به د سیمې او نړۍ لپاره ناوړه پایلې ولري.
د ځینو نظرپوښتنو له مخې، د امریکا د خلکو یوه لویه برخه د ایران پر ضد د پوځي اقدام ملاتړ نه کوي او باور لري چې جګړه به د درنو لګښتونو سبب شي.



