پروان کې د ۱۰۶ میلیونه افغانیو په پانګونه د باریت کان د کېندنې تړون لاسلیک شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۵ل)

د کانونو او پټرولیم وزارت د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون د ۱۰۶ میلیونه افغانیو په پانګونه له نبي افغان د کانونو د کېندنې او پروسس شرکت سره د پنځو کلونو لپاره لاسلیک کړ.

د وزارت ویاند همایون افغان ویلي، یاد کان ۱۱.۲۷ هکټاره مساحت لري او د تړون له مخې به شرکت د باریتو د استخراج ترڅنګ د دې منرال د پروسس چارې هم په هېواد دننه ترسره کوي.

د تړون له شرایطو سره سم، شرکت به د کان د رویالټۍ په توګه ۸۵۰ افغانۍ ورکوي او شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي. د وزارت په وینا، د باریت د پروسس لپاره اړونده فابریکه هم په هېواد کې جوړه شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button