د نورستان برګمټال کې سېلابونو ۸۷ کورونه ویجاړ کړي؛ درې ماشومان نادرکه دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۵ل)
د نورستان ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو له امله راوتلو سېلابونو ۸۷ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ کړي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم ویلي، سېلابونه نن له غرمې وروسته د اولګل سیمې په بېلابېلو برخو کې راوتلي دي.
د نوموړي په وینا، د کورونو ترڅنګ د څارویو یو شمېر بانډې، باغونه او کرنیزې ځمکې هم له منځه تللې دي، چې له امله یې د سیمې اوسېدونکو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغو سېلابونو کې درې کمعمره ماشومان نادرکه شوي دي. چارواکي وایي، د ماشومانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري.



