ایران د اوکراین پر ضد ځوابي برید ځنډولی؛ وايي پر بېړۍ برید به بې ځوابه پاتې نه شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۵ل)

د ایران د مذهبي مشر پوځي سلاکار محسن رضایي ویلي، ایران د اوکراین پر ضد د ځوابي برید چمتووالی نیولی و، خو وروسته له هغې یې خپل اقدام وځنډاوه چې کیف د ایران پر سوداګریزې بېړۍ برید یوه تېروتنه وبلله او تهران د دې ادعا د ارزونې پرېکړه وکړه.

رضایي له ایراني رسنیو سره په خبرو کې اوکراین ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې «په هر صورت، اوکراین باید د خپل برید بیه پرې کړي.»

تر دې وړاندې د اوکراین له لوري د خزر سمندرګي کې د ایران پر یوې سوداګریزې بېړۍ برید شوی و، چې د ایراني چارواکو په وینا، په پایله کې یې یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button