عامې روغتیا وزارت: نوې پنځه کلنه ستراتیژي به د هېواد روغتیايي نظام پر ځان بسیا کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۵ل)
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د روغتیا د عمومي پنځه کلنې ستراتیژۍ د معرفۍ او تشریح په ورکشاپ کې ویلي، نوې ستراتیژي د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا لپاره پر شفافو او هر اړخیزو پلانونو ولاړه ده.
د نوموړي په وینا، د کورنیو طبي تولیداتو ملاتړ، د روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړول، د مسلکي طبي کدرونو روزنه او هېواد ته د بهر مېشتو افغان متخصصینو راستنول د دې ستراتیژۍ مهم لومړیتوبونه دي.
هغه زیاته کړې، د ستراتیژۍ موخه د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړول، پر ځان بسیا روغتیايي نظام رامنځته کول او خلکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو برابرول دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم دغه پنځه کلنه ستراتیژي د هېواد د روغتیايي سکټور د پرمختګ لپاره مهم ګام بللی او د هغې پر بشپړ پلي کېدو یې ټینګار کړی دی.
هغه ویلي، د روغتیايي خدمتونو د لا ښه کېدو لپاره غوره مدیریت او د روغتیا نړیوال سازمان او نورو نړیوالو بنسټونو همکاري اړینه ده، څو افغانستان په راتلونکو پنځو کلونو کې د روغتیايي خدمتونو له پلوه د سیمې له هېوادونو سره سیال شي.



