آریانا افغان هوايي شرکت د کابل–ډهلي الوتنې بېرته پیل کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۵ل)
آریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی، چې د کابل–ډهلي الوتنې له ځنډ وروسته بېرته عادي حالت ته راوګرځېدې او د هند د ملکي هوايي چلند ادارو له لوري یې د عملیاتو اجازه ترلاسه کړې ده.
دغه شرکت ویلي، چې له دې وروسته به د کابل او ډهلي ترمنځ الوتنې د اعلان شوي مهالویش له مخې په منظم ډول ترسره کېږي.
آریانا له خپلو مسافرو او سوداګریزو شریکانو څخه د وروستیو ځنډونو پر مهال د زغم او همکارۍ له امله مننه کړې او د خوندي او پر وخت هوايي خدمتونو د دوام ډاډ یې ورکړی دی.



