امریکا په پنځو هېوادونو کې خپلې ډیپلوماټیکې استازولۍ تړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۵ل)
رویټرز خبري اژانس د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته خبر ورکړی چې په بهر کې د خپلو پنځو ډیپلوماټیکو استازولیو د تړلو پرېکړه یې کړې ده.
د راپور له مخې، دغه استازولۍ په ګریناډا، جاپان، اندونیزیا، کامرون او کاناډا کې موقعیت لري.
د راپور له مخې، دا اقدام د امریکا د بهرنۍ ډیپلوماټیکې شبکې د کمولو د پروګرام برخه ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه دا راپور نه دی تایید کړی، خو ویلي یې دي چې د اغېزمنې او مؤثرې ډیپلوماټیکې شبکې پر ساتلو تمرکز لري او د قانون له مخې به کانګرس ته د معلوماتو ورکولو بهیر تعقیبوي.



