د کابل-اسلام آباد ترمنځ د سوداګرۍ بندېدو پاکستان ته یو میلیارد ډالره زیان اړولی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د درېدلو له امله په تېرو لسو میاشتو کې پاکستاني صادرونکو ته شاوخوا یو میلیارد ډالره زیان اوښتی دی.
د افغانستان ـ پاکستان د ګډې سوداګرۍ او صنعت خونې مرستیال ضیاءالحق سرحدي ویلي، چې پاکستان مخکې هر کال افغانستان ته نږدې ۱.۵ میلیارد ډالره صادرات کول، خو د سوداګریزو لارو د بندېدو له امله یې دغه عواید له لاسه ورکړي دي.
نوموړي ویلي، افغان سوداګرو هم په همدې موده کې شاوخوا ۵۳۳ میلیونه ډالره زیان لیدلی او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د پاکستان ترانزیټي صادرات هم له ستونزو سره مخ شوي دي.
سرحدي زیاته کړې، د سوداګرۍ د ځنډ له امله پاکستاني سوداګرو ته نږدې ۲۲۵ میلیونه ډالره نور زیان هم رسېدلی دی.
هغه خبرداری ورکړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ دوامداره درېدنه زرګونه کسان بېروزګاره کړي او د خیبر پښتونخوا او اړوندو قبایلي سیمو پر اقتصادي وضعیت یې منفي اغېز کړی دی.



