د محسن نقوي وروستیو څرګندونو پاکستان کې د حکومت د بدلون په اړه بحثونه زیات کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وروستیو څرګندونو په دغه هېواد کې د حکومت د احتمالي بدلون او د واکمن جوړښت په اړه سیاسي بحثونه زیات کړي دي.
راپورونه وایي، چې د نقوي څرګندونې د لومړي وزیر “شهباز شریف” په مشرۍ د حکومت او د پوځ د مشر “جنرال عاصم منیر” تر نفوذ لاندې کړیو ترمنځ د اړېکو د خرابېدو نښې بلل کېږي.
محسن نقوي، چې د پوځ له مشر عاصم منیر ته نږدې کس ګڼل کېږي، ویلي چې د پاکستان په تاریخ کې د فساد تر ټولو لویه قضیه موندل شوې چې پکې قاضیان، سیاستوال، دولتي چارواکي او بانکوال ښکېل دي؛ خو نوموړي د کوم مشخص کس نوم نه دی اخیستی.
د نوموړي له څرګندونو وروسته په پاکستان کې د سیاسي جوړښت د بدلون، د شهباز شریف حکومت او محسن نقوي ترمنځ د احتمالي اختلافاتو، او د ملکي حکومت او پوځ د اړېکو په اړه د رسنیو او سیاستوالو ترمنځ بحثونه روان دي او ډیری سیاسي ګوندونه تر وخت مخکې ټاکنو غوښتنه کوي.



