ایران او عمان د هرمز تنګي کې د خوندي سمندري تګ راتګ پر لارو خبرو ته دوام ورکوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقايي” ویلي، چې له عمان سره د هرمز تنګي د سمندري تګ راتګ د تنظیم په اړه مثبتې خبرې روانې دي.
بقايي ویلي، دغه مذاکرات په تخنیکي او سیاسي کچه مثبت روان دي او د ایران او عمان ترمنځ د هرمز تنګي په برخه کې د خوندي سمندري لارو د جوړولو او د راتلونکي لپاره د بحري تګ راتګ د مدیریت د میکانیزمونو پر جوړولو تمرکز لري.
نوموړي زیاته کړې چې دواړه هېوادونه له هرمز تنګی سره تړاو لري او هڅه کوي داسې ترتیبات رامنځته کړي چې د دواړو هېوادونو حاکمیت او ملي امنیت خوندي کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د خبرو وروستۍ پایلې به د مذاکراتو له بشپړېدو وروسته اعلان شي.



