سره صلیب د کونړ او نورستان سېلابځپلو سره د نغدي مرستو ژمنه وکړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۵ل)
د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس “شیخ شهابالدین دلاور” په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له رییس “یوهانس بروور” سره په کتنه کې د بشري همکاریو او روغتیايي خدمتونو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د افغاني سرې میاشتې د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د روان او راتلونکي کال د ګډو بشري پروګرامونو، د همغږۍ د پیاوړتیا او د روغتیايي خدمتونو د پراخولو پر لارو چارو بحث شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، د سره صلیب نړیوالې کمېټې رییس ژمنه کړې، چې د کونړ او نورستان د وروستیو سېلابونو له زیانمنو کورنیو سره به نغدي مرستې وکړي او په لرې پرتو سیمو کې به خپلې بشري او روغتیايي همکارۍ لا پراخې کړي.



