لغمان کې د یو میلیون ډالرو په پانګونه د ګرانېټ پروسس فابریکه فعاله شوه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۵ل)

د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د یوه خصوصي پانګوال له لوري د یو میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د ګرانېټ ډبرو د پروسس کارخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د لغمان د صنعت او سوداګرۍ رئیس، مولوي سلامت خان بلال، ویلي چې د دغې کارخونې په فعالېدو سره ۳۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د کارخونې مسوول رضوان‌الله وایي، په دې فابریکه کې د لغمان له بېلابېلو سیمو ترلاسه کېدونکې ګرانېټ ډبرې پروسس او په زینتي او ساختماني محصولاتو بدلېږي.
د نوموړي په وینا، دغه محصولات له بسته بندۍ وروسته د ودانیو، فرشونو، پخلنځیو، کاونټرونو او نورو ساختماني برخو کې کارول کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button