العربیه: د هرمز تنګي د پرانیستلو رسمي اعلان به نن یا سبا وشي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۵ل)
العربیه تلویزیوني شبکې د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د “هرمز تنګي” د بیا پرانیستلو په اړه جدي خبرې روانې دي.
د راپور له مخې، تمه کېږي چې د نړۍ د انرژۍ او نړیوالې سوداګرۍ لپاره د دې مهمې سمندري لارې د بشپړ پرانیستلو رسمي اعلان به په راتلونکو څو ساعتونو، یا هم سبا د پنجشنبې په ورځ وشي.
تر اوسه د ایران، امریکا،عمان او نورو اړوندو لورو له خوا په دې اړه رسمي اعلان نه دی شوی، خو د العربیه د راپور له مخې، مذاکرات وروستي پړاو ته رسېدلي دي.


