یمني ځواکونو د سعودي تېل وړونکې اتمه بېړۍ په بالستیک توغندي ویشتلې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمن وسلهوالو ځواکونو اعلان کړی، چې د سعودي عربستان د تېلو یوه بله بېړۍ یې د سره سمندر په شمال کې د «ینبع» سیمې مخې ته په بالستیک توغندي په نښه کړې ده.
د یادو ځواکونو په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دغه عملیات د سعودي پر وړاندې د سمندري بندیز د پلي کولو او د «محاصرې پر وړاندې محاصره» تګلارې د ټینګښت په دوام ترسره شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، د «وفاء» په نوم د سعودي د تېلو بېړۍ په دقیق ډول ویشتل شوې او دا د جولای له ۲۲مې راهیسې اتمه سعودي نفتي بېړۍ ده چې د دوی له لوري په نښه کېږي.
د یمن وسلهوال ځواکونه وایي، تر اوسه یې ټولټال ۲۹ سعودي نفتي بېړۍ اړ ایستلې چې له سره سمندر او عربي سمندر څخه بېرته ستنې شي او خپلې لارې بدلې کړي.
په اعلامیه کې همداراز ویل شوي، چې د سعودي پر ضد به سمندري عملیات لا پراخ او شدید شي او هغه نفتي بېړۍ چې د سره سمندر له شمالي برخې د تېرېدو هڅه وکړي، د برید هدف به وګرځي.
یاد ځواکونه ټینګار کوي، چې د دوی عملیات به تر هغو دوام ولري څو د دوی په وینا د «محاصرې پر وړاندې د محاصرې» معادله بشپړه عملي شوې نه وي.


