د بښنې نړیوال سازمان: عمران خان ته دې د کورنۍ له غړو او وکیلانو سره د لیدلو اجازه ورکړل شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۵ل)
د بښنې نړیوال سازمان (Amnesty International) د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر “عمران خان” او د هغه مېرمن بشرا بيبي ته دې له خپلو کورنیو، وکیلانو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
دغه سازمان د عمران خان د بند د درېیمې کلیزې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې پاکستاني چارواکو په تېرو درېیو کلونو کې نوموړی له عادلانه محاکمې، مناسبې روغتیايي پاملرنې او د کورنۍ له غړو سره له لیدنو محروم کړی او د اوږدې مودې لپاره یې په انفرادي بند کې ساتلی دی.
د بښنې نړیوال سازمان همداراز له پاکستاني حکومت څخه غوښتنه کړې چې د عمران خان د پلویانو د سولهییزو اعتراضونو حق خوندي کړي او د لاریونوالو پر وړاندې له زورزیاتي او خپلسرو اقداماتو څخه ډډه وکړي.



