د عمران خان د بند درېیم کال؛ تحریک انصاف ګوند ټول هېواد کې لاریونونه پیل کړل

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند اعلان کړی، چې د خپل بنسټګر او پخواني لومړي وزیر “عمران خان” د بند د درېیم کال د پوره کېدو په مناسبت به نن، چهارشنبه، د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې پراخ احتجاجونه ترسره کړي.
د ګوند مشرانو ویلي، د دغو اعتراضونو اصلي موخه د عمران خان د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه او د هغه پر ضد د قضیو غندنه ده.
د تحریک انصاف په وینا، د هېواد په لویو ښارونو کې به لاریونونه او ولسي غونډې ترسره شي او له پلویانو یې غوښتي چې په پراخه کچه پکې ګډون وکړي.
بل لور ته، پاکستاني چارواکو د احتمالي امنیتي ستونزو د مخنیوي لپاره په یو شمېر سیمو کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي او امنیتي ځواکونه یې د اعتراضونو پر مهال د نظم د ساتلو لپاره چمتو کړي دي.
د ویلو ده چې عمران خان د ۲۰۲۳م کال د اګست په پنځمه نېټه ونیول شو او له هغه وخت راهیسې د بېلابېلو قضیو له امله په زندان کې بندي دی، په داسې حال کې چې تحریک انصاف دا قضیې سیاسي انګېزه لرونکې بولي.



