ولسمشر ټرمپ: له ایران سره خبرې مثبتې روانې دي په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به یوې هوکړې ته ورسېږو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره روانې خبرې اترې په ښه ډول مخته روانې دي او تمه لري چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به د دغو مذاکراتو پایلې او راتلونکی مسیر روښانه شي.
ټرمپ د «اکسپرس ټریبون» له لوري په خپره شوې ویډیو کې ویلي، چې د تېرو درېیو تر څلورو ورځو په موده کې د امریکا د ونډو بازارونو نوي ریکارډونه ثبت کړي، چې دا د اقتصاد د پیاوړتیا نښه ده.
هغه همداراز زیاته کړې، چې یو شمېر منځګړي هېوادونه د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د ده په وینا، واشنګټن تر دې دمه په دې برخه کې مثبتې لاستهراوړنې لري.
د امریکا ولسمشر د ایران سره د خبرو د جزییاتو په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو ټینګار یې وکړ چې راتلونکې دوه ورځې به د روانو هڅو د برخلیک په ټاکلو کې مهمې وي.


