غازي حمد: صهیونیستي ریژیم د سیمې لومړی نمبر دښمن دی او د اوربند د عملي کېدو اراده نه لري

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۵ل)
د حماس د سیاسي دفتر غړي او د دې غورځنګ د مذاکره کوونکي پلاوي مشر “غازي حمد” ویلي، چې صهیونیستي ریژیم د سیمې لومړی نمبر دښمن دی او د اوربند هوکړې د عملي کولو اراده نه لري.

غازي حمد له «روسیا الیوم» سره په مرکه کې ویلي، چې صهیونیستي رژیم د جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي نیت نه لري او د اوربند د هوکړې د پلي کېدو مخه نیسي.

هغه ټینګار کړی،چې د فلسطین د جګړې د پای ته رسېدو یوازینۍ لار د اوربند د شوې هوکړې بشپړ او عملي پلي کول دي. د نوموړي په وینا، باید د غزې پر خلکو روانه جګړه، بمبارۍ او بشري کړکېچ ژر تر ژره پای ته ورسېږي او نړیواله ټولنه دې د دې هوکړې د عملي کېدو لپاره خپل مسؤلیت ادا کړي.

غازي حمد زیاته کړې، چې د غزې د خلکو کړاوونه ورځ تر بلې زیاتېږي او د اوربند د ژر عملي کېدو اړتیا تر بل هر وخت ډېره ده.

مربوطه مطالب

Back to top button