امریکایي رسنۍ: ټرمپ ته مه ګورئ ایران ته فکر وکړئ چې څه وایي او څه کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۵ل)
وال‌سټریټ ژورنال لیکلي، چې که ټرمپ بیا بریدونه پیل کړي، بیا به هم د یوې موافقې منلو ته د تهران اړ ایستلو لپاره روښانه او ستراتیژیک هدف و نلري.
تهران د امریکا د منځمهالو ټاکنو فشار، د تیلو د بیو په اړه د واشنګټن اندېښنې، او د ټرمپ سیاسي محدودیتونه په دقت څاري.
دې امریکایي رسنۍ ویلي: هېوادونه باید د ټرمپ او د هغه د ادارې څرګندونو ته نه، بلکې دې ته وګوري چې ایران څه وایي او څه کوي.
ځکه چې د سپینې ماڼۍ تبلیغاتي شور د راتلونکو تحولاتو اصلي ټاکونکی نه دی؛ بلکې د ایران اراده او عملي اقدامات دي چې د راتلونکو سناریوګانو مسیر ټاکي.

مربوطه مطالب

Back to top button