د حزب الله ځواکونو کمین کې ۲ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۵ل)
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د لبنان په سویلي “مجدل‌زون” ښار ته څېرمه د حزب الله ځواکونو کمین او چاودنو کې دوه اسرائیلي پوځیان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې اسرائیلي پوځیان د حزب الله ځواکونو کمین سره تر مخامخ کېدو وروسته یوې ودانۍ ته ننوتل او هلته ځای پر ځای شوی چاودېدونکی توکی وچاودېدل.
اسرائیلي پوځ تر اوسه د پېښې په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي، خو ځینو راپورونو ویلي چې ودانۍ کې له مخکې ماین‌اېښودل شوې وه. دغه پېښه د لبنان په سویل کې د امنیتي وضعیت د بیا خرابېدو او د دواړو لورو ترمنځ د وروستیو تاوتریخوالو په لړ کې رامنځته شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button