له چین څخه افغانستان ته د برېښنايي تجهیزاتو د واردولو لړۍ پیل شوه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۵ل)
د امارتي شرکتونو لوی ریاست ویلي، د افغان کارټ امارتي شرکت او د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ د لاسلیک شوي تدارکاتي تړون له مخې، له چین څخه افغانستان ته د برېښنايي تجهیزاتو د واردولو لړۍ پیل شوې ده.
د یاد تړون له مخې، د دواړو شرکتونو مسلکي پلاوو چین ته سفر کړی، د تولیدي فابریکو تخنیکي ارزونه یې ترسره کړې او له یو شمېر فابریکو سره یې د تجهیزاتو د تولید قراردادونه لاسلیک کړي دي.
د یاد ریاست په وینا، برېښنايي تجهیزات به د ټاکل شویو معیارونو او نړیوالو سټنډرډونو سره سم تولید او د افغان کارټ امارتي شرکت له لارې به په څو پړاوونو کې هېواد ته وارد شي.
د لومړي پړاو په ترڅ کې د افغانستان برېښنا شرکت لپاره د توزیعي شبکو اړوند بېلابېل تجهیزات او د انسولېټرونو ملحقات په شاوخوا ۲۷ کانټینرونو کې بار شوي، چې تر بارګیرۍ وروسته به افغانستان ته ولېږدول شي.


