افغان اقتصادي پلاوي عشق‌آباد کې د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په اړه خبرې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، د دې ادارې یو اقتصادي پلاوی د ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په رسمي بلنه عشق‌آباد ته سفر کړی او له ترکمن چارواکو او سوداګریزو استازو سره یې د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د خونې د خبرپاڼې له مخې، په دغو لیدنو کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، نفت او ګاز، ګډې پانګونې، د سرحدي اسانتیاوو پراختیا او د سوداګریزو خنډونو د لرې کولو موضوعات څېړل شوي دي. همداراز افغان پلاوي افغانستان ته د نږدې ۱۰۰ ترکمن سوداګرو او پانګوالو د سفر بلنه ورکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو او شویو هوکړو پر عملي کېدو یې ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button