یمني ځواکونو عدن خلیج کې د «ډېزي» په نوم د سعودي تېل وړونکې بېړۍ ویشتلې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمن وسله والو ځواکونو اعلان کړی چې د عدن په خلیج کې یې د «ډېزي (Daisy)» په نوم د سعودي عربستان اړوند یوه تېل وړونکې بېړۍ هدف ګرځولې ده.
د یمني ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي، چې دغه برید څو ساعته وروسته له هغه ترسره شوی چې د «وفاء» په نوم د سعودي د تېلو یوه بله بېړۍ د ینبع بندر ته نږدې په نښه او په بشپړه توګه له منځه یو وړل شوه.
د یحیی سریع په وینا، دواړه بریدونه د دوی د سمندري عملیاتو او پر سعودي بېړیو د اعلان شوې محاصرې برخه ده.
تر اوسه سعودي چارواکو د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د بریدونو د پایلو په اړه خپلواک تایید هم نه دی شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button