د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی: که عمران خان تر ۲۷ سپتمبر خوشې نه شي اسلامآباد به کلابند کړو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی، علي ” سهیل خان افریدي” د تحریک انصاف ګوند لخوا په پیښور کې جوړې شوې سترې ولسي غونډې ته په وینا کې خبرداری ورکړی، چې که پخوانی لومړی وزیر عمران خان د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر ۲۷مې نېټې پورې خوشې نه شي، نو زرګونه لاریون کوونکي به اسلامآباد کلابند کړي.
افریدي ویلي، چې د “عمران خان” خوشې کېدل د دوی اساسي غوښتنه ده او حکومت باید د ټاکلې مودې تر پای مخکې دا غوښتنه ومني، کنه تحریک انصاف به پراخ ولسي احتجاجونه او لاریونونه پیل کړي.
هغه ټینګار کړی، چې د ګوند پلویان د هر ډول احتجاج لپاره چمتو دي او د اړتیا په صورت کې به د پاکستان پلازمېنه اسلامآباد تر کلابندۍ لاندې راولي.
د تحریک انصاف مشران وایي، د عمران خان د خوشې کېدو لپاره به خپلې سیاسي او ولسي هڅې لا پسې پراخې کړي، خو د پاکستان حکومت تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.



