د پاکستان له بندخونو ۳۲۵ افغان کډوال ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د روانې اونۍ په ترڅ کې د پاکستان له بېلابېلو بندخونو ۳۲۵ افغان کډوال ازاد شوي او بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په ازاد شویو کسانو کې کورنۍ، ماشومان او انفرادي وګړي شامل دي، چې د بېلابېلو لاملونو له امله د پاکستان په بندخونو کې تر مختلفو مودو پورې ساتل کېدل. له دې ډلې ۱۵۶ تنه د تورخم او ۱۶۹ تنه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

وزارت زیاتوي، راستانه شوي کډوال په سرحدي لېږد امریتونو کې تر ثبت وروسته د همکارو بنسټونو له لوري بشري مرستې ترلاسه کړې او بیا خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.

مربوطه مطالب

Back to top button