شیخ نعیم قاسم: ایران د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې جګړه کې بریالی شوی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۵ل)
د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزبالله مشر “شیخ نعیم قاسم” ویلي، چې ایران د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې په جګړه کې بریالی شوی او د دواړو لورو هغه هڅې ناکامې شوې چې غوښتل یې په سیمه کې د خپلو شومو پلانونو پر وړاندې خنډونه له منځه یوسي.
نوموړي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې لبنان، غزه، ایران، عراق او یمن د امریکا او اسرائیلو له ګډو فشارونو او اقداماتو سره مخ دي، چې موخه یې د مقاومت له منځه وړل او په سیمه کې د خپل نفوذ پراخول دي.
شیخ نعیم قاسم زیاته کړه، چې په لبنان کې د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر د جګړې اصلي هدف د مقاومت ختمول وو، خو د ده په وینا، حزبالله له دغو هڅو سره مقابله وکړه او مقابل لوری یې داسې یوې هوکړې ته اړ کړ، چې پکې د مقاومت شتون په رسمیت وپېژندل شو.
هغه ټینګار وکړ، چې د مقاومت محور به خپلو دریځونو او فعالیتونو ته دوام ورکړي او د سیمې د بدلون لپاره به د بهرنیو فشارونو پر وړاندې ودرېږي.



