سمنګان کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د کلیوالي پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۵ل)

د سمنګان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، د حضرت سلطان او فیروزنخچیر ولسوالیو کې د ۳ میلیونه او ۴۶۹ زره افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو عملي چارې پیل شوې دي.

په دغو پروژو کې د حضرت سلطان ولسوالۍ د شلکتو او نواباد کلیو ترمنځ د پنځه کیلومتره کلیوالي سړک بیارغونه، جغل اچونه، د یوه پل جوړول او د دوو پلګوټو بیارغول شامل دي.

همداراز د فیروزنخچیر ولسوالۍ په چنارګي پایین کلي کې د ۱۱۰ متره اوږد استنادي دېوال جوړېږي، چې موخه یې د موسمي سېلابونو د زیانونو مخنیوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button