د چارو ادارې عمومي رئیس: له پخوانیو ادارو پاتې پيچلو اداري بهیرونو د فساد زمینه برابره کړې، باید ساده شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۵ل)
د اداري چارو لوی رئیس، شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، وایي چې ځینې اداري بهیرونه دومره پېچلي او ستونزمن دي چې خلک ستړي او ناهیلي کوي او د خپلو چارو له تعقیب څخه یې راګرځوي.
نوموړي دغه څرګندونې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ولایتي مدیرانو لپاره د پنځه ورځني سیمینار د پای غونډې پر مهال کړې دي.
هغه ویلي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره د اداري بهیرونو د ساده کولو، د ظرفیت لوړولو او د ګومارنې په بهیر کې د روڼتیا د پیاوړتیا مسؤلیت لري.
د نوموړي په وینا، ډېری ستونزمن اداري بهیرونه له پخوانیو ادارو پاتې دي چې د فساد زمینه یې برابره کړې او خلک یې له خپلو حقونو بېبرخې کړي دي.



