ذبیح الله مجاهد: داعش په افغانستان کې په بشپړ ډول ځپل شوې او پټنځایونه یې له منځه تللي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۵ل)

د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح‌الله مجاهد، وایي داعش ډله په افغانستان کې په بشپړ ډول ځپل شوې او د دې ډلې ټول مرکزونه او پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.

نوموړي ټینګار کړی چې اسلامي امارت به هېڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وکړي.

مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د داعش پاتې عناصر د فرضي کرښې هغې غاړې ته اوښتي دي.

د هغه په وینا، دغه کسان وخت ناوخت د اسلامي اردو د هوايي ځواکونو له لوري په نښه کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button