سعودي پاکستان او ترکیه به ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړٍي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۶ زمری، ۱۴۰۵ل)
راپورونه وايي چې سعودي عربستان، پاکستان او ترکیه د درې اړخیز ګډ دفاعي تړون د لاسلیک لپاره چمتووالی نیسي. تمه ده چې د درې واړو هېوادونو مشران به د سعودي عربستان په جده ښار کې سره وویني او د دفاعي همکارۍ په اړه به مهم هوکړهلیک لاسلیک کړي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د پوځ مشر “فیلډ مارشال عاصم منیر” د پاکستان د لومړي” وزیر شهباز شریف” په مشرۍ له یو لوړ رتبه پلاوي سره سعودي عربستان ته تللی او د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” هم د سعودي سفر لري، چې د سیمهییز امنیت او دفاعي همکاریو موضوعات به د خبرو اصلي محور وي.
سرچینې وايي، د دې تړون جزئیات لا په رسمي ډول نه دي اعلان شوي، خو د درې واړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکارۍ د پراخېدو په اړه خبرې روانې دي.
دا پرمختګ په داسې حال کې کېږي چې د سیمې امنیتي وضعیت له وروستیو کړکېچونو وروسته ډېر حساس بلل کېږي او سعودي، پاکستان او ترکیه هڅه کوي خپلې دفاعي اړېکې لا پیاوړې کړي.



