د یمن وسله وال پوځ د سعودي په مشرۍ د ګډو ځواکونو پوځي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۶ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمن وسله‌وال پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې، چې د سعودي عربستان په مشرۍ د ګډو ځواکونو اړوند پوځي تجمعات او اډې د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړي دي.
د اعلامیې له مخې، دغه عملیات د الرویک، العبر، الثنیه او ځینو نورو پوځي مرکزونو پر ضد ترسره شوي دي. یمني ځواکونو ادعا کړې، چې په دغو بریدونو کې د سعودي له ملاتړه برخمنو ځواکونو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې، ګڼ شمېر پوځي مرکزونه، د وسلو زېرمې او پوځي وسایط یې ویجاړ شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي، که سعودي عربستان د یمن پر ضد هر ډول پوځي اقدام یا تاوتریخوالی زیات کړي، نو له سخت غبرګون سره به مخ شي او د هر ډول پایلو مسئولیت به یې پر غاړه وي.
یمني ځواکونو همداراز هغو یمنیانو ته چې د سعودي تر ملاتړ لاندې ځواکونو کې دي، سپارښتنه کړې چې له پوځي مرکزونو ووځي او خپلو سیمو ته ستانه شي.
د اعلامیې په پای کې یمني ځواکونو ټینګار کړی، چې تر هغه به خپلو پوځي او دفاعي کړنو ته دوام ورکړي، څو د دوی په وینا پر یمن لګېدلې محاصره پای ته ورسېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button