قالیباف: له ګواښونو، ژمنو ماتولو او ناسمو خبرونو کار اخیستل ناسمه تګلاره ده

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۶ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر “محمد باقر قالیباف” د امریکايي چارواکو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، له ګواښونو، د ژمنو له ماتولو او ناسمو خبرونو څخه استفاده یوه ناسمه او ناکامه تګلاره ده.
قالیباف ټینګار کړی، چې مقابل لوری باید د سیاسي لوبو پر ځای واقعیتونه ومني او خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي.
نوموړي ویلي، چې د فشار او ګواښ له لارې د ستونزو حل ممکن نه دی او د خبرو لپاره باید د باور فضا رامنځته شي.
د ایران د پارلمان مشر دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د وروستیو سیاسي اختلافاتو او څرګندونو په اړه ناندرۍ روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button