عبدالملک حوثي سعودي ته: هیله لرم بیا تېروتنه ونه کړئ

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۶ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي حرکت مشر سید بدرالدین عبدالملک حوثي” سعودي عربستان ته په خطاب کې ویلي، چې هیله لري ریاض بیا هغه تېروتنه تکرار نه کړي چې په وینا یې د سیمې د وضعیت د خرابېدو لامل شوې ده.
حوثي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د یمن پر وړاندې هر ډول نوی اقدام به ناوړه پایلې ولري او له سعودي یې غوښتي چې د شخړې پر ځای د حل لارې ته پام وکړي.
نوموړي تر دې مخکې هم د سعودي پر سیاستونو نیوکې کړې وې او ویلي یې وو، چې د یمن په اړه باید د فشار پر ځای د تفاهم لاره غوره شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د یمن د جګړې او د سیمې د امنیتي وضعیت د سولییز حل په اړه لا هم هڅې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button