د سعودي ترکیې او پاکستان ترمنځ دفاعي تړون لاسلیک شو

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۵ل)
سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د جمعې په ورځ، د اګست پر ۷مه، په مکه مکرمه کې د درې اړخیز ګډ دفاعي تړون د لاسلیک خبر ورکړ.
د «مکې ګډ دفاعي تړون» په نوم دغه هوکړه د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ترمنځ لاسلیک شوې ده.
د تړون له مخې، پر هر یوه غړي هېواد وسله‌وال برید د درې واړو هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کېږي. د ترکیې یوه چارواکي رویټرز ته ویلي چې تړون دفاعي ماهیت لري، د کوم ځانګړي هېواد پر ضد نه دی جوړ شوی او د سیمې نورو هېوادونو ته هم د ګډون زمینه پکې شته.
بلخوا په تهران کې د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون غړي ابراهیم رضايي د دغه تړون په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې سعودي عربستان باید پوه شي، له ترکیې او پاکستان سره یوازې یوه کاغذي هوکړه به ورته امنیت رانه ولي؛ نوموړي د امریکا او سعودي د پخوانیو همکاریو مثال هم ورکړی دی.
د مکې دفاعي تړون په داسې مهال لاسلیک کېږي چې په سیمه کې امنیتي ترینګلتیاوې زیاتې شوې او د سیمه‌ییز امنیت په اړه د هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکاریو د پیاوړتیا هڅې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button