د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې ۲۸ ماشومانو ته د زړه جراحي عملیات شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۵ل)

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د قلبي روغتون کې د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې له پیل راهیسې تر اوسه د ۲۸ ماشومانو د زړه جراحي عملیات د کورنیو او بهرنیو متخصصو روغتیاپالانو له لوري ترسره شوي دي.

د سرې میاشتې په وینا، له دغو ماشومانو څخه نن ۹ تنه له بریالۍ درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

دغه اداره وايي، په روغتون کې هره ورځ له څلورو تر شپږو پورې د زړه سوري لرونکو ماشومانو جراحي عملیات ترسره کېږي او د درملنې ټول لګښتونه د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

د افغاني سرې میاشتې قلبي روغتون په دې وروستیو کې د زړه سوري ناروغانو د تخصصي درملنې لپاره پرانیستل شوی، څو اړمن ماشومان په هېواد کې دننه له وړیا تخصصي روغتیايي خدمتونو برخمن شي.

مربوطه مطالب

Back to top button