د اسلامي امارت پنځه کلن حاکمیت؛ مجاهد: افغانستان کې د پام وړ پرمختګونه شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت د پنځه کلن حاکمیت د پوره کېدو په مناسبت د حکومت مرکزي ویاند “ذبیحالله مجاهد” ویلي، چې له شته ننګونو سره سره په افغانستان کې د حکومتولۍ، امنیت، بنسټیزو پروژو او اقتصادي چارو په برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
مجاهد ویلي، چې په تېرو پنځو کلونو کې په ټول هېواد کې مثبت بدلونونه رامنځته شوي، د پرمختګ بهیر چټک شوی او د افغانانو د هوساینې لپاره هڅې روانې دي.
نوموړي د سرتاسري امنیت ټینګښت، د اداري فساد پر وړاندې مبارزه، د لویو بنسټیزو پروژو پلي کول او د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لپاره اقدامات د اسلامي امارت د تېرو پنځو کلونو له مهمو لاسته راوړنو څخه بللي دي.
د حکومت مرکزي ویاند ټینګار کړی، چې افغانستان د دغو پرمختګونو ترڅنګ لا هم له یو شمېر نړیوالو دیپلوماتیکو او اقتصادي ننګونو سره مخ دی، خو د هېواد د پرمختګ او د افغانانو د هوساینې لپاره به هڅې دوام لري.



