د یمن د سیاسي شورا مشر: د پاکستان، ترکیې او سعودي دفاعي تړون به د سیمې پر بدلونونو هېڅ اغېز ونه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمن د عالي سیاسي شورا مشر “مهدي المشاط” د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان ترمنځ د درې اړخیز دفاعي تړون په غبرګون کې ویلي، چې دا ډول تړونونه د سیمې پر روانو بدلونونو هېڅ اغېز نه شي کولای.
المشاط ویلي، چې د یمن پر وړاندې د محاصرې په بدل کې د مقاومت «معادله» به تر هغه دوام ولري، څو ټاکل شوي اهداف ترلاسه شي.
نوموړي پاکستان او ترکیې ته خبرداری ورکړی، چې که هر هېواد د سعودي عربستان په «یرغلونو او د یمن په ۱۲ کلنه محاصره» کې شریک شي، یمن به یې د هر نوم او عنوان تر سیوري لاندې متجاوز وبولي.
هغه د سعودي عربستان مشرانو ته په خطاب کې ویلي، که ټوله نړۍ هم د سعودي شاوخوا راټوله شي، د یمن پر وړاندې به د هغوی پایله بدله نه کړي.
المشاط په خپل بیان کې د پاکستان د رول په اړه هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، هغه هېوادونه چې د خپلو امنیتي ننګونو په حل کې له ستونزو سره مخ دي، د نورو جګړو د ملاتړ وړتیا یې هم د پوښتنې وړ ده.
د یمن د عالي سیاسي شورا مشر دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان ترمنځ د درې اړخیز دفاعي همکاریو تړون لاسلیک شو.

مربوطه مطالب

Back to top button