د قدس ځواک مرستیال قوماندان: انصارالله د مقاومت محور له مهمو ستنو څخه دی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” د قدس ځواک مرستیال قوماندان ویلي، چې د یمن انصارالله اسلامي حرکت لا هم د «مقاومت محور» له مهمو او اغېزناکو ستنو څخه شمېرل کېږي.

نوموړي ویلي، انصارالله په سیمه کې د مقاومت په جبهه کې خپل مهم ځای ساتلی او د یمن دا غورځنګ د مقاومت محور له مهمو عناصرو څخه دی.

د قدس ځواک مرستیال قوماندان دغه څرګندونې په داسې مهال مطرح کړې دي چې انصارالله له کلونو راهیسې د یمن په سیاسي او پوځي معادلاتو کې مهم لوبغاړی بلل کېږي او د سیمې په روانو تحولاتو کې یې دریځونه د پام وړ دي.

هغه ټینګار کړی چې د یمن انصارالله لا هم د مقاومت محور یوه مهمه برخه ده او د غه محور په سیمه‌ییزو معادلاتو کې خپل رول ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button